د عرفان عصمتی . کابل ، Afghanistan
عرفان عصمتی
دا ځل په نورستان ولايت کې د پشه يانو او نورستانيانو د حق غوښتنې په موخه لويه غونډه جوړه شوه!
دغه غونډه د نورستان په مرکز پارون کې جوړه شوې وه چې زرګونو ځوانانو، قومي مشرانو او عامو خلکو په کې ګډون کړى و چې زه د زړه له تله ترې مننه کوم چې د حق غوښتنې لپاره يې خپل غږ اوچت کړ.
د غونډې ګډونوالو يوځل بيا پر حکومت غږ وکړ چې په کابينه او د مصالحې په عالي شورا کې بايد پشه يانو او نورستانيانو ته هم ونډه ورکړل شي.
دوى ويل چې د تاريخ په اوږدو کې پشه يانو او نورستانيانو د هېواد او هېوادوالو د خونديتوب په موخه ډېره قرباني ورکړې خو د امتياز پر مهال يې بيا حقوق نه ورکول کيږي.
دغو کسانو د پشه يانو او نورستانيانو د حق غوښتنې له هغه پرېکړه ليک هم ملاتړ وکړ چې څه موده وړاندې په کابل کې د يوې غونډې پرمهال اعلان شوې وه.
په دغه پرېکړه ليک د نورو غوښتنو ترڅنګ په کابينه او د مصالحې په عالي شورا کې پشه يانو او نورستانيانو ته پر برخې ورکولو ټينګار شوى دى.
د پشه يانو او نورستانيانو عمومي مشر او رهبر او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى